کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زابل کې بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د دویم ښارګوټي جوړولو لپاره څه باندې څلور زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د زابل ولایت د ځایې مسوولانو پر وینا د یاد ولایت مرکز قلات کې د بیرته راستنېدونکو افغانانو لپاره په څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې د دویم ښارګوټي د جوړولو کارونه په رسمي توګه پیل شوي دي. د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي دغه څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه چې د بیرته راستنېدونکو لپاره ځانګړې شوې ده پکې به د کو…

2025-05-28 18:55 22۱ دقیقې لوستل
زابل کې بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د دویم ښارګوټي جوړولو لپاره څه باندې څلور زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د زابل ولایت د ځایې مسوولانو پر وینا د یاد ولایت مرکز قلات کې د بیرته راستنېدونکو افغانانو لپاره په څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه کې د دویم ښارګوټي د جوړولو کارونه په رسمي توګه پیل شوي دي.

د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي دغه څلور زره او ۳۲۱ جریبه ځمکه چې د بیرته راستنېدونکو لپاره ځانګړې شوې ده پکې به د کورنیو غړو ته د شمېر له مخې نومرې ویشل کېږي.

د حنفي پر وینا که یوه کورنۍ پنځه غړي لري ورته پنځه بسوې، که لس غړي لري لس او که لسو یې تعداد پورته وي نو ۱۵ بسوې ځمکه به ورته ورکول شي.

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر حمدالله نعماني ویلي دغه ښار ګوټی د سر پرست حکومت په مالي ملاتړ او د یو شمېر خیریه بنسټونو په مالي همکارۍ جوړېږيږي.

د نعماني پر وینا تر دې مهاله د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ ښارګوټو کارونه دوام لري چې د یو شمېر ښارګوټو کارونه یې بشپړ شوي او د نورو هغو کارونه یې لا هم روان دي.

نوموړي ویلي په زابل کې جوړېدونکی ښارګوټی ۲۰ جوماتونه، عیدګا، وړکتون، مدرسې، دارالعلوم، ۱۳ بلاکونه او ۱۳ کلینیکونه لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب