کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زابل کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

د زابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د يونسیف په مالي لګښت د دغه ولایت د سیورې ولسوالې په بدین کلي کې د څه باندې ۷,۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.   په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۴۰ مترو مکعب په وړتیا د…

2024-12-15 06:11 83۱ دقیقې لوستل
زابل کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

د زابل ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د يونسیف په مالي لګښت د دغه ولایت د سیورې ولسوالې په بدین کلي کې د څه باندې ۷,۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۴۰ مترو مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۱۲۸ شیردهنونو او ۲۰ سولر تختو نښلول شامل دي.

 

د د یادې شبکې د کار په جریان کې لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدلو سره به یې د یاد کلي ۳۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب