کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زابل کې د ۳.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو چيک‌ډيم جوړېدو چارې بشپړې شوې

دغه چيک‌ډيم د ياد ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې جوړ شوی. د مسوولينو په خبره دغه چيک‌ډيم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د دوه مياشتو په موده کې جوړ شوی. د دغه بند به وکولای شي، چې د اوبو ذخيره کولو تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو سطحې ته هم ګټور تمام شي. تر دې وړاندې هم د ياد ولايت په شاجوۍ او سور…

2023-12-26 17:24 61۱ دقیقې لوستل
زابل کې د ۳.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو چيک‌ډيم جوړېدو چارې بشپړې شوې

دغه چيک‌ډيم د ياد ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې جوړ شوی.

د مسوولينو په خبره دغه چيک‌ډيم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د دوه مياشتو په موده کې جوړ شوی.

د دغه بند به وکولای شي، چې د اوبو ذخيره کولو تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو سطحې ته هم ګټور تمام شي.

تر دې وړاندې هم د ياد ولايت په شاجوۍ او سوري ولایتونو کې ورته بندونه جوړ شوي وو‌.

سرپرست حکومت وایی، د اوبو مدیریت يې له لومړيتوبونو څخه دی او په خبره يې په ټول هېواد کې به د اوبو مدیریت لپاره هڅی کوي.

څه موده وړاندې د په نيمروز کې د يو ستر بند د جوړېدو خبر ورکړی شوی چې شاوخوا ۶۰ ميليون مکعب متره اوبه به ذخیره کړي.

دغه بند داسې مهال جوړيږي چې دوه ورځې وړاندې په پکتیا کې هم د ورته درې چيک‌ډيمو د جوړېدو چارې پيل شوې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب