کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زابل کې کډوالو لپاره د يوه بل ښارګوټي د جوړېدو سروې ترسره شوې

کور او ښار جوړولو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ډلې له لوري په زابل کې د کډوالو له پاره د يوه بل ښارګوټي د جوړېدو سروې ترسره شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ښارګوټي له پاره ۴۴۰۰ جریبه ځمکه  له ثبتولو وروسته ټوفوګرافي سروې شوه چې پکې به د اوو زرو کډوالو کورنیو له…

2025-01-11 01:45 72۱ دقیقې لوستل
زابل کې کډوالو لپاره د يوه بل ښارګوټي د جوړېدو سروې ترسره شوې

کور او ښار جوړولو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ډلې له لوري په زابل کې د کډوالو له پاره د يوه بل ښارګوټي د جوړېدو سروې ترسره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ښارګوټي له پاره ۴۴۰۰ جریبه ځمکه  له ثبتولو وروسته ټوفوګرافي سروې شوه چې پکې به د اوو زرو کډوالو کورنیو له پاره د اوسېدلو نمرې ورکول شي.

د زابل سربېره کور او ښارجوړونې وزارت اته نورو ولايتونو کې د کډوالو لپاره سه باندې ۲۸ زره جريبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

یاده دې وي چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي په ۳۴ ولایتونو کې په جبري توګه راویستل شوو کډوالو ته د اوسېدلو منظم ځایونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب