کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي

د سالنګ د لویې لارې د څارنې او  ساتنې ادارې خبر ورکړی چې د یادې لویې لارې په اوږدو کې یو بار وړونکو چپه شوی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې مسوول فضل الربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه پرون ورځ(شنبه)غرمه مهال ۱۲:۳۰ بجې د سالنګ د لویې لارې په اوږدو کې په ۱۵مه ګرارۍ کې هغه…

2025-04-19 19:58 35۱ دقیقې لوستل
سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي

د سالنګ د لویې لارې د څارنې او  ساتنې ادارې خبر ورکړی چې د یادې لویې لارې په اوږدو کې یو بار وړونکو چپه شوی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې مسوول فضل الربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه پرون ورځ(شنبه)غرمه مهال ۱۲:۳۰ بجې د سالنګ د لویې لارې په اوږدو کې په ۱۵مه ګرارۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو بار وړونکی موټر د څلور مسافر وړونکو موټرو سره ټکر شو.

نوموړي منلي چې په دغه پېښه کې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب