د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست وايي، سبا چهارشنبه به د هېواد په څوارلس ولايتونو کې بارانونه وي.
د سرچينې په خبره بارانونه به په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتيکا، پکتيا، خوست، غزني، باميان، دايکندي، ارزګان او غور ولایتونو کې وي.
سرچينه زياتوي د دغه بارانونو کچه به د ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
په هېواد کې د وروستيو ورښتونو له امله ګڼ شمېر خلک سیلاب وړي او همداراز يې د ډېرو خلکو مینې هم نړولي دي.
بلخوا بیا د هېواد ډېری د اوبو بندونه له اوبو ډک شوي او مسوولين وايي، د اوبو د کاسو ډکېډلو په د برېښنا د توليد کچه ډېره کړې ده او هم به راتلونکی کال ډېرې ګټې له ځان سره ولري.




