د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې په يوه خبر پاڼه کې لیکلي، سبا به د هېواد په ۲۰ ولايتونو بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغيس، هرات، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزګان، دايکندي، باميان، زابل، غزني، ميدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشېر، بغلان او سالنګونو کې د واورې او باران اټکل وي.
سرچينې ليکلي، د واورې اندازه به هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۵۴ سانتي متره او د باران اندازه به له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
خبر پاڼه زياتوي، شمالي، مرکزي او غربي ولايتونو کې به د بادونه هم الوزي، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ مترو پورې وي.
دغې ادارې همداراز د هېواد په ګرمو ولايتونو کې د سېلابونو د راتولو خبرداری هم ورکړی دی.




