د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر پال کلومن بکر سره په کتنه کې ویلي چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند غیر انساني او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
په ورته مهال بکر هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
بل لورته تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پلان عملي نه کړي.
دوی یو وار بیا په پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په دغه هېواد کې مېشتو کډوالو ته د پاتې کېدو مهلت ورکړي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت څه موده وړاندې د ټولو غیرقانوني کډوالو د جبري اخراج پرېکړه اعلان کړه. د پاکستاني چارواکو د پرېکړې له مخې، ټول غير قانوني کډوال باید د روانې ميلادي مياشتې تر پایه له پاکستانه ووځي او د نه وتلو په صورت کې به پر وړاندې قانوني چلند وشي.
د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د افغان چارواکو له سختو نيوکو او غبرګونو سره هم مخ شوه؛ خو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې وويل، چې دې برخه کې هېڅ نرمښت نه شي کولای او د دوی له پرېکړې سره سم به ټول غير قانوني کډوال له دې هېواده باسي.
پاکستان کې اوسمهال شاوخوا یونیم ميليون راجستر او تر دې زيات غیر راجسټر افغان کډوال مېشت دي.




