کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سراج الدین حقاني: چین د افغانستان ښه ګاونډی دی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدين حقاني ويلي، چين د افغانستان ښه ګاونډی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې سراج الدین حقاني نن شنبه (د سپتمبر ۱۷مه) افغانستان لپاره د چین له نوي ټاکل شوي سفیرسره تعارفي ناسته وکړه. خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله ليکل شوي: «چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او د خپل ښه…

2023-09-17 07:22 153۱ دقیقې لوستل
سراج الدین حقاني: چین د افغانستان ښه ګاونډی دی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدين حقاني ويلي، چين د افغانستان ښه ګاونډی دی.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې سراج الدین حقاني نن شنبه (د سپتمبر ۱۷مه) افغانستان لپاره د چین له نوي ټاکل شوي سفیرسره تعارفي ناسته وکړه.

خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله ليکل شوي: «چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او د خپل ښه دريځ په درلودلو سره يې افغانان پهخپل ښه نيت باوري کړي دي‌.‌ ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لید لوری درلودلی دی

سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د چين د پخواني سفير ماموریت هم ستايلی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان لپاره د چین نوي سفیر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان بللي دي.

ژیوچینګ ويلي، د افغانستان خپلواکي، معتقداتو او کلتور ته احترام لري او د دغه هېواد په کورنيو موضوعاتو کې د مداخلې هېڅ ارادهنلري.

د چين نوي ټاکل شوي سفیر د سپتمبر نهمه رئیس الوزراء ته خپل باورلیک وړاندې کړ او دنده یې پیل کړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب