د افغانستان سرپرست حکومت په يوه اعلاميه کې د جزا نړيوالې محکمې وروستيو پرېکړو ته غبرګون ښودلی دی.
اعلاميه کې راغلي، سرپرست حکومت د افغانستان ديني او ملي ارزښتونو ساتونکی دی او ژمن نه دي چې د رووم د اساسنامی پر بنسټ جوړې شوې محکمې ته حساب ورکړي.
وړاندې راغلي، دغه محکمه عدالت نکوي او د سياستونو له مخکې چلند کوي.
سرپرست حکومت دغه راز ادعا کړې چې د جزا نړيوالې محکمې د ميليونونو انسانانو پر وژنې چوپتيا غوره کړې ده.
اعلاميه کې دغه راز راغلي، ډېری هېوادونه د دغې محکمې غړي ندي، نو له همدې امله افغانستان هم له دغه محکمې سره غړيتوب ضرور نه بولي او له قانوني پلوه ورسره يو ځای کېدل اعتبار نلري.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې دغې محکمې د افغانستان د مشرتابه د نيولو حکم وکړ او هغه یې د بشر ضد کارونو تورن کړ.




