کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرپرست حکومت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په افغانستان کې د القاعده ډله روزنیز مرکزونه لري. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو له ادرس څخه پر اسلامي امارت د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پیل شوی، چې تل پروپاګند کوي. د مجاهد په خبره،  دا د ملګرو ملتونو له ادرس څخه ناسمه…

2024-01-31 21:39 74۱ دقیقې لوستل
سرپرست حکومت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په افغانستان کې د القاعده ډله روزنیز مرکزونه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو له ادرس څخه پر اسلامي امارت د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پیل شوی، چې تل پروپاګند کوي.

د مجاهد په خبره،  دا د ملګرو ملتونو له ادرس څخه ناسمه ګټه اخیستنه ده او د دغه سازمان غړي هم اجازه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، د ملګرو ملتونو  امنیت شورا راپورونه له هغو ادرسونو سرچینه اخلي، چې د افغانستان له ابادۍ، ازادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هغه  هیله څرګنده کړې، چې امنیت شورا باید اجازه ورنه کړي، چې راپورونه یې د سیاسي موخو ښکار او په افغانستان کې بې باوره شي.

ذبیح الله مجاهد یو وار بیا ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب