کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرپرست حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې رد کړي

سرپرست حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د رالېږدولو او دلته د اوسېدلو په خاطر له پاکستانه د ۱۰ میلیارده پاکستانۍ کالدارو د غوښتلو ادعا رد کړې ده.   د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي چې دوی له پاکستانه دا غوښتنه نه ده کړې او ددغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ادعاوې…

2025-01-02 01:04 83۱ دقیقې لوستل
سرپرست حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې رد کړي

سرپرست حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د رالېږدولو او دلته د اوسېدلو په خاطر له پاکستانه د ۱۰ میلیارده پاکستانۍ کالدارو د غوښتلو ادعا رد کړې ده.

 

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي چې دوی له پاکستانه دا غوښتنه نه ده کړې او ددغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ادعاوې یې د تاسف وړ بللي دي.

 

فطرت پخپلو خبرو کې ویلي چې پاکستاني چارواکي د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول ادعا کوي.

 

سرپرست حکومت په داسې حال کې دا ادعا ردوي چې تازه د پاکستان هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف د یاد هېواد جیو نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د سفر پرمهال ورڅخه سرپرست حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د اوسېدو او را انتقالولو له پاره د ۱۰ میلیارده پاکستانیو کالدارو غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب