د ماليې وزارت د تېر حکومت د نږدې ۱۸۰ مليارده افغانۍ پور پرې کوي.
د سرپرست حکومت وياند په خپله اکس پاڼه ليکلي، د تېر حکومت نږدې ۱۸۰ مليارده افغانۍ پور خلاصوي.
د نوموړي په خبره په راتلونکي مالي کال کې د ثابتو پورونو لس سلنه ورکړي.
د ده په خبره د ماليې وزارت هره مياشت شاوخوا يومليون مامورينو ته کې ۸۶ زره او ۹۸۱ يې ښځې دي عادي معاش ورکوي.
نوموړي هېواد په ګمرکونو کې د کاري ساعتونو ډېرول، د سوداګرۍ د پياوړتيا په موخه په لېږد رالېږد کې اسانتياوې برابرول، د صنعت د پياوړتيا په موخه د کرنې، صنعت او سوداګريزو سکټورونو په قرارداد کې د اوه سلنه ماليې معاف کول او ګڼ نور د ماليې وزارت لاسته راوړنې بللې




