سرپرست حکومت د کوچني اختر په مناسبت څه د پاسه دوه زره بندیان خوشي کوي
سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سر پرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس د هېواد له بېلابېلو زندانونو د کوچني اختر په مناسبت دوه زره او ۴۶۳ بندیان خوشي او د درې زره او ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده یې راکمه کړې ده. له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو بندیانو د ازادولو لپاره کړنلاره د ست…
2025-03-28 22:19 37۱ دقیقې لوستل
سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سر پرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس د هېواد له بېلابېلو زندانونو د کوچني اختر په مناسبت دوه زره او ۴۶۳ بندیان خوشي او د درې زره او ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده یې راکمه کړې ده.
له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو بندیانو د ازادولو لپاره کړنلاره د سترې محکمې د تفتیش د عمومي ریئس په مشرۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست د استازو په شمول د یوه پلاوي له خوا د سرپرست حکومت مشرتابه ته وړاندې شوې وه.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.