د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان څخه په جبر اخراجېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د حکومت د مشرتابه په لارښونه د یوه عالي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د حکومت ویاند د پنجشنبې «د اکتوبر۲۶» په ورځ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کمېسیون یې ۳۱ لوړپوړي غړي لري او مشري یې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمېسیون ۱۲ کمیټې لري چې مسوولیت یې د کډوالو تشخیص، لېږد، هغوی ته لومړني او روغتیایي خدمتونه او د لنډمهاله پنډغالو جوړول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسیون به خپلو امکاناتو ته په کتو پر پاکستان سربېره له نورو هېوادونو اخراجېدونکو کډوالو ته هم خدمات برابروي.
بل لورته پاکستاني چارواکو ویلي چې د څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو اخراجېدو ته ځانګړي مرکزونه جوړوي چې دا کډوال به لومړی همدغو مرکزونو او بیا د اخراج لپاره د افغانستان دروازو ته لېږدول کېږي.




