د سرپرست حکومت وياند په. بغلان، غور، هرات او بدخشان کې د راوتو سېلابونو له امله له زانمنو شويو کورنيو سره خواخوږي شريکه کړې او د مرستې ډاډ يې ورکړی دی.
نوموړي د خواخوږي په يوه پيغام کې د کورنيو چارو له وزارت، پېښو ته رسېدو وزارت او په ولايتونو کې له اړونده ادارو غوښتي دي چې، د خلکو ژغورلو، د ټپيانو د درملنې او د جسدونو په را ایستلو کې دې بيړني اقدامات وکړي.
نوموړي همداراز ويلي، حکومت به له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په موخه له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د يادونې ده، چې په هېواد کې وروستيو سېلابونو نږدې ۹۰ تنه مړه کړي، ګڼ نور لادرکه دي او دغه راز يې سلګونه کورنه او عامه تاسيسات هم نړولي دي.
يادو سېلابونو تر ټولو ډېر زيان بغلان ولایت کې اړولی دی.




