د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزير مولوي عطاالله عمري ويلي، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راځي او ځمکې نلري د ځانګړې طرحې له مخې ځمکې ورکوو.
د ده په خبره هغه کورنۍ چې د غړو شمېر يې لس تنه وي لس بيسپې او هغه چې شمېر يې له لسو ډېر وي پنځلس بيسپې ځمکه ورکوو.
نوموړي همداراز ويلي، هغه کډوال چې په هېواد کې ځمکې لري خو بیا هم د نورو ځمکو غوښتونکي وي پرته له داوطلبۍ ورته ځمکې ورکوو.
ده ويلي، د کډوالو لپاره د ځمکو په ورکړه کې پنځوس سلنه تخفيف او په لومړي کال ترې هېڅ کوم امتياز نه اخيستل کيږي.
وايي، دغه ځمکې ټاکلې اندازه نلري او د کډوالو له غوښتنې سره سم په هماغه اندازه ورکول کيږي.
نوموړي ويلي په دغه برخه کې ورسره د ښارجوړونې وزارت سربېره ګڼ نور وزارتونه هم همکار دي.
وايي، تراوسه هېڅ کډوالو د ځمکې غوښتنه نده کړې.
د يادونې ده، چې ډیری کډوال د تورخم او سپين بولدک سربېره په ګڼورځايونو کې په جوړشوي کمپونو کې ژوند تېروي.




