د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۲ زره او ۴۶۳ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۳۷ زره او ۵۰۰ الکترونيکي او ۴۴ زره او ۹۶۳ یې کاغذي دي.
د یاد ریاست رییس وايي، د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې تر درېیو زره ډېرو کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او تر ۲۲ زره زیاتو نورو ته د ژوند پېښو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
ددغه ولایت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه فعاله ده چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه د مثنی تذکرې وېش، د زېږیدنې او ودونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي.




