کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرپل کې د ډبرو سکرو کان او د دې کان ترمنځ د نښلوونکي سرک پرانېسته شوې

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکي سرک پرانېسته ترسره کړې ده. عبدالغني برادر سرپل کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه ویلي، هېواد د ګڼو…

2025-09-02 23:33 167۲ دقیقې لوستل
سرپل کې د ډبرو سکرو کان او د دې کان ترمنځ د نښلوونکي سرک پرانېسته شوې

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکي سرک پرانېسته ترسره کړې ده.

عبدالغني برادر سرپل کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه ویلي، هېواد د ګڼو طبیعي زېرمو د لرلو له امله غني دی او دا زېرمې یې د اوږدمهالو زېربنایې پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو په توګه له اساسي او سټراټېژیک ارزښت څخه برخمنې بللې دي.

برادر زیاته کړې، هېواد کې له موجوده طبیعي زېرمو څخه د استفادې برخه کې نه باید یواځې د خامو موادو پر صادراتو بسنه وشي؛ بلکې هېواد کې یې باید د پروسس او تولید فابريکې جوړې شي؛ ترڅو کاري فرصتونه ډېر او کورنی صنعت پیاوړی شي.

بل پلو د ملي پراختیا شرکت ویلي، د دې کان د استخراجي کارونو د اسانتیا او چټکتیا لپاره یې تر ۲۰۰ ډېر سرکونه جغل اندازي کړي، چې د بلخاب د ډبرو سکرو کانونه یې له یو بل سره وصل کړي؛ ترڅو کارګران او قراردادي شرکتونه په سم ډول خپلو کارونو ته رسیدګي وکړای شي.

باید وویل شي، چې د بلخاب ډبرو سکر کان کې تر دې دمه د مسلکي استخراج په موخه ۱۰۰ صوفونه کیندل شوي، چې اوسمهال پکې له دوه زرو ډېر خلک پر کار بوخت او په کلني ډول ترینه ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب