کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرګي لاوروف: له تره.ګرۍ او نشه‌یي توکو د افغانستان پاکېدل اړین دي

کابل(کوه‌نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، له تره.ګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه د افغانستان پاکېدل د دې هېواد لپاره اړین دي.  نوموړي زیاته کړې چې دغې غونډې چې د چین په ت…

2025-07-16 04:55 141۱ دقیقې لوستل
سرګي لاوروف: له تره.ګرۍ او نشه‌یي توکو د افغانستان پاکېدل اړین دي

کابل(کوه‌نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، له تره.ګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه د افغانستان پاکېدل د دې هېواد لپاره اړین دي. 

نوموړي زیاته کړې چې دغې غونډې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، د سیمې د امنیت پياوړتيا او په ځانګړي ډول بیا د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحثونه درلودل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د شانګهای د همکاریو سازمان نږدې ټول غړي هېوادونه هڅه کوي له سرپرست حکومت سره خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

 د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون (۲۴ د سرطان) پای ته ورسېده.

 نوموري ویلي، دا غونډه د دې سازمان د راتلونکې سرمشریزې لپاره وروستی چمتووالي وه، چې ټاکل شوې د روان کال د اګست په وروستیو یا د سپتمبر په پیل کې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شي.

د يادونې وړ ده چې سرګي لاوروف زیاته کړې، د چین د “یوه کمربند، یوه لار” نوښت، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه و.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب