د افغاني سرې میاشتې ټولنه په یوه خبرباڼه کې وايي، د سوري زړه په ناروغي اخته ۳۰ نور ناروغان یې درملنې لپاره کابل کې دوه روغتونونو ته ور وپېژندل.
د سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیع الحق خالص ويلي، د دغو ناروغانو د کورنيو له غړو سره د یوې غونډې پر مهال ویلی، چې دغه ناروغان به د سرې میاشتې په مالي لګښت تداوي شي.
هغه زياته کړې، په تېرو ١٤ کلونو کې افغاني سرې مياشتې ٢٦٤٨١ ماشومان د زړه په ناروغيو ثبت کړي، چې د نيمايي ناروغانو درملنه يې شوې ده.
د خالص په وينا، افغانستان د سوري زړه په ناروغۍ اخته ډېر ماشومان لري او علت يې هم ښايي تېرې جګړې وي، چې ډېر کيمياويي مواد پکې کارول شوي دي.
نوموړی وايي: "افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې ١٨٠١ ماشومان د عملياتو لپاره روغتونونو ته معرفي کړي، چې له دې جملې څخه ١٦٠٠ ناروغان روغ شوي او پاتې نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي."
خالص زياته کړې، افغاني سرې میاشتې ټولنه د دولت بودیجه واحد نه دی، بلکې خپل ټول لګښتونه د خپلو شتمنیو، کورنیو او بهرنیو خیریه ټولنو او د هېواد د شتمنو خلکو په مرسته برابروي.
د سرې مياشتې ټولنې سرپرست وايي، په راتلونکي کې هوډ لرو چې په ټول هېواد کې امبولانس خدمات وړاندې کړو، څو د هېواد د اړمنو او بې وزلو کورنیو ناروغان او مړي په وړیا توګه خپلو روغتونونو او کورونو ته انتقال شي.




