کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اته تنه ټپیان شوي

د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت مرکز ایبک او مزار شریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له اته تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه پرون د جمعې په ورځ ماذیګر مهال رامنځته شوې ده. د رحماني پر وینا پېښه د ایبک-مزار شریف عمومي سرک اړوند مارکیټ سر…

2025-04-18 19:17 125۱ دقیقې لوستل
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اته تنه ټپیان شوي

د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت مرکز ایبک او مزار شریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له اته تنه ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه پرون د جمعې په ورځ ماذیګر مهال رامنځته شوې ده.

د رحماني پر وینا پېښه د ایبک-مزار شریف عمومي سرک اړوند مارکیټ سره د سکرو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه کرولا ډوله موټرو یو له بل سره ټکر وکړ.

نوموړي د پېښې لامل د دواړه موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب