د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې ددغه ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړنکي موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي چې دغه ترافیکي پېښه نن سهار مهال د بلخ-سمنګان پر لویه لار د خُلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د رحماني پر وینا په پېښه کې ټپي شوي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچینو په حواله دغه مسافر وړونکی موټر له کابله جوزجان ولایت ته روان و چې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې له سړک څخه اوښتی دی.
تر اوسه ددغه پېښې د رامنځته کېدو علت نه دی مالوم شوی خو هېواد کې دغه ډول پېښې ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.




