کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سمنګان کې د ډبرو سکرو یو کان کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان یوې برخې د نړېدلو له امله څلور کان کیندونکي وژل شوي دي. د سمنګان ولایت مقام نن ورځ "یکشنبه، د جوزا ۲۵مه" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د "لیله و قوبي" سیمې په یوه کان کې رامنځته شوې ده. خبر…

2025-06-14 23:38 72۱ دقیقې لوستل
سمنګان کې د ډبرو سکرو یو کان کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان یوې برخې د نړېدلو له امله څلور کان کیندونکي وژل شوي دي.

د سمنګان ولایت مقام نن ورځ "یکشنبه، د جوزا ۲۵مه" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د "لیله و قوبي" سیمې په یوه کان کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کان کیندونکي د دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او ویل کېږي چې له درې ورځو راپه دېخوا د دغه کان په تونل کې بند پاتې وو.

باید وویل شي چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سمنګان ولایت په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب