کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سمنګان کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو کارونه پیل شوي

د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د خُرم سار باغ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پراختیایې پروژو کارونه پیل شوي چې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریئس مولوي اختر محمد مصباح ویلي چې دغه پروژې د نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو د پراختیایې پروژو "UNOPS" دفتر پر مالي او…

2025-05-13 20:14 24۱ دقیقې لوستل
سمنګان کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو کارونه پیل شوي

د سمنګان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د خُرم سار باغ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پراختیایې پروژو کارونه پیل شوي چې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریئس مولوي اختر محمد مصباح ویلي چې دغه پروژې د نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو د پراختیایې پروژو "UNOPS" دفتر پر مالي او د اغا خان شرکت په تخنیکي همغږۍ د ۴۸ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.

د مصباح پر وینا له دغه پروژو څخه یې موخه د یادې ولسوالۍ د زیربناوو پراختیا او د دغه ولسوالۍ د خلکو لپاره د لنډې مودې د کار پیدا کول دي.

نوموړي ویلي په دغه پروژو کې د ۷۲ کیلو متره سرک ترمیم او د جغل رېزۍ کارونه، د سرک د ورانېدلو د مخنیوي په موخه د سرک غاړو کې دوه زره او  ۲۳۱ متره استنادي دېوالونه، او همدارنګه په زیان لیدونکو ځایونو کې شپږ اوبه روګان"واشونه" شامل دي.

مصباح ویلي په دغه پروژو به په مجموعې توګه ۴۸ میلیونه، ۹۶۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ لګښت راشي.

نوموړي ویلي په دغه پروژو کې به د یادې ولسوالۍ درې زه او  ۲۶۹ تنو ته لنډ مهالي کارونه پیدا شي او

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب