کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوداګرۍ وزارت: تېره یوه میاشت کې له ایران سره سوداګري څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د تېر نیم کال په موده کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.  دغه راز ایران د افغانستان پر وارداتي توکو د ګودام ساتنې پر لګښتونو ۷۵ سلنه او د لنگر اچونې یا بندر ته د کښته کولو لګښتونو کې ۵۵ سلنه تخفیف کړی دی. د صنعت او سوداکرۍ وزارت…

2025-11-15 07:53 215۱ دقیقې لوستل
سوداګرۍ وزارت: تېره یوه میاشت کې له ایران سره سوداګري څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د تېر نیم کال په موده کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

 دغه راز ایران د افغانستان پر وارداتي توکو د ګودام ساتنې پر لګښتونو ۷۵ سلنه او د لنگر اچونې یا بندر ته د کښته کولو لګښتونو کې ۵۵ سلنه تخفیف کړی دی.

د صنعت او سوداکرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد، نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د ترانزیت څلورلارې مرکز کړي او د سوداګریزو لارو د یووالې مخنیوي لپاره به د چابهار بندر څخه استفاده زیاته کړي.

د هغه پر وینا، دا اقدامات د ترانزیتي لارو د پراخېدو، د بیو د کنټرول، د صادراتو د بندېدو مخنیوي، د سوداګرو د ستونزو هوارولو او نړۍوالو اوبو ته د لاسرسي په موخه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران د افغانستان توکو ته په بندرونو کې د ۷۵ سلنه ګودام ساتنې او ۵۵ سلنه لنگر اچونې لګښتونو کې تخفیف کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب