کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ "UNHCR" ویلي، چې سویلي کوریا د بلخ او سمنګان د زلزله ځپلو لپاره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
دې ادارې نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې د کوریا له دغې مرستې هرکلی کړی دی.
د UNHCR پر وینا، دغه مالي مرسته به د زلزله ځپلو او هغو کسانو د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زمینه برابره کړي، چې له پاکستانه بېرته راستنېږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو بلخ او سمنګان کې له زلزله ځپلو سره د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زورورې زلزلې له امله شاوخوا ۲۷ تنه په بلخ او سمنګان کې مړه سلګونه کورونه دې ولایتونو کې نړېدلي دي.




