د ریس الوزرا سیاسي مرستيال لوګر کې يوې غونډې ته ويلي، حکومت يې د سيمې او نړۍ له اوولس هېوادونو سره رسمي اړيکې لري.
د ده په خبره د تېر په پرتله د افغانستان سياسي او اقتصادي اړيکې ښې شوي.
نوموړي همداراز وويل حکومت يې نړۍ سره پراخ تعامل لري او دا يو څو نفرو نه؛ بلکې د ټولو ګډ نظام دی.
نوموړي له امنيتي ځواکونو غوښتي ترڅو د نظام په خلاف د هر ډول تبليغاتو مخه ونيسي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه چين د افغانستان سفير په خپل هيواد مې ومانه او د دغه هېواد ولسمشر ترې باورليک ترلاسه کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له چين غوښتي وو ترڅو د دغه کار وضاحت ورکړي.
د يادونې ده، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير او د کابینې نورو کړو په په خوست او پکتيا کې له ولايتي مسوولينو او قومي مشرانو سره هم لیده کاته کړي.




