کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سټنډرډ ملي اداره: هېواد ته مو د بې کیفیته نفتي او غیر نفتي توکو د واردېدو مخنيوی کړی

د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې هېواد ته یې د نفتي او غیر نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی. يادې ادارې ويلي، د نيمروز له بندره يې ۶۱ ټانکره بې کیفیته تېل او همداراز يې د تورغنډۍ له بندره ۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي. دغې ادارې همداراز زياته کړې، چې د فراه ۷۸ميل بندر کې يې ۱۴ ټنه بې کیفیته ګ…

2024-03-12 01:17 89۱ دقیقې لوستل
سټنډرډ ملي اداره: هېواد ته مو د بې کیفیته نفتي او غیر نفتي توکو د واردېدو مخنيوی کړی

د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې هېواد ته یې د نفتي او غیر نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

يادې ادارې ويلي، د نيمروز له بندره يې ۶۱ ټانکره بې کیفیته تېل او همداراز يې د تورغنډۍ له بندره ۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي.

دغې ادارې همداراز زياته کړې، چې د فراه ۷۸ميل بندر کې يې ۱۴ ټنه بې کیفیته ګاډر هم بېرته ګرځولي دي.

دغې‌ ادارې دا ندي ويلي، چې دغه توکي له کوم هېواد افغانستان ته واردېدل.

د يادونې ده، چې ياده اداره بار، بار له سوداګرو غواړي ترڅو هېواد ته د بې کیفیته توکو له راوړلو څخه ډډه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب