د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شوار وياند، جان کربي د دوشنبې ورځ ناوخته (د سپتمبر ۱۸مه) سپينه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې اوسني وضعيت کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسميت پېژندلو اراده نه لرو.
هغه زياته کړه، چې اوسني چارواکي د حکومتدارۍ او د ښځو د حقونو برخه کې د خپلو کړيو ژمنو خلاف عمل کوي.
کربي وويل، افغان حکومت د نړۍ د غوښتنې خلاف مخې ته ځې او له نړۍوال مشروعیت څخه ورځ تر بلې لرې کېږي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان په اړه د امريکا متحده ایالاتو درېځ لا هم نه دی بدل شوی.
هغه همدا راز دې خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال زياته کړه، چې متحده ایالات افغانستان کې ټولې تروريستي ډلې تر نظر لاندې لري او القاعده ډله په افغانستان کې ډېره کمزورې شوې ده.
د بشري حقونو د تامين او ټولګډونه حکومت د نه رامنځته کولو ګيلي نه یواځې د امريکا؛ بلکه د لسګونو نورو هېوادونو غوښتنې هم دي، چې له ترو دوه کلونو یې بيا بيا ځلې تکراروي؛ خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، دوی د پخوا په پرتله د بشر حقونه ښه تامين کړي او اوسنی حکومت یې ټولګډونه دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، امير خان متقي څو ورځې وړاندې په يوه غونډه کې د خبر پر مهال وویل، چې نړۍ د ټولګډونه حکومت په نوم هېڅ نمونه افغانستان ته نه شي وړاندې کولای او یواځې غواړي چې د تعامل پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
تر متقي مخکې د سرپرست حکومت وياند هم ويلي وو، چې د افغانستان په چارو کې د هېچا مداخله نه مني او د نورو په غوښتنه د خپل حکومت چوکاټ نه شي برابرولاي.




