کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سیاسي مرستیال: اوس د هېواد هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، په اوسني نظام کې هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه‌کوي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د ریاض العلوم جامعې د ښوونیزې دورې په پرانېست غونډه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله.  مولوي عبدالکبیر همدارنګه وویل، اوس‌مهال په هېواد کې د دیني او عصري زده‌…

2024-05-02 04:13 89۱ دقیقې لوستل
سیاسي مرستیال: اوس د هېواد هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، په اوسني نظام کې هېڅ وګړی د پردیتوب احساس نه‌کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د ریاض العلوم جامعې د ښوونیزې دورې په پرانېست غونډه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله. 

مولوي عبدالکبیر همدارنګه وویل، اوس‌مهال په هېواد کې د دیني او عصري زده‌کړو ترمنځ شته واټن له منځه تللی او دوی د دواړه علومو ملاتړ کوي. 

هغه له افغانانو وغوښتل، چې په ګډه دې د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.  

سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم افغانستان د ټولو شریک کور یاد کړی و او غوښتنه یې کړې وه، چې بهرته تللي افغانان دې بېرته راوګرځي.

بلخوا په اوسني حکومت یوه نیوکه دا کېږي، چې ټول واک یې خپلو غړیو ته ورکړی او نورو لوریو ته په کې ځای نه ورکوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب