کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سیاسي مرستیال: د ټولو قومونو په اړه یو شان مسوولیت لرو

د ریارست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، حکومت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسوولیت لري. نوموړي د اهل تشیع مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې ولس ته خدمات د دوی تر ټولو مهمه دنده ده. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په دې لیدنه کې کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه هم ډاډ ورکړی. نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت…

2024-03-13 19:17 84۱ دقیقې لوستل
سیاسي مرستیال: د ټولو قومونو په اړه یو شان مسوولیت لرو

د ریارست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، حکومت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسوولیت لري.

نوموړي د اهل تشیع مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې ولس ته خدمات د دوی تر ټولو مهمه دنده ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په دې لیدنه کې کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه هم ډاډ ورکړی.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیا رامنځته او په کور دننه اقتصادي وده چټکه کړي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي وو، چې په کور دننه اقتصادي وده چټکه شوې او په دې برخه کې سرپرست حکومت لویې لاسته راوړنې لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب