کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سیف د چلډرن: افغانستان ته په هرو ۳۰ ثانیو کې له ایران او پاکستانه یو افغان ماشوم راستنېږي

کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د ماشومانو د ساتنې صندوق "Save the children" خبر ورکړی چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې له امله په هر دېرشو ثانیو کې یو افغان ماشوم هم ستنیږي. له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څو میاشتو کې هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۸۰۰ زرو…

2025-08-12 00:14 219۲ دقیقې لوستل
سیف د چلډرن: افغانستان ته په هرو ۳۰ ثانیو کې له ایران او پاکستانه یو افغان ماشوم راستنېږي

کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د ماشومانو د ساتنې صندوق "Save the children" خبر ورکړی چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې له امله په هر دېرشو ثانیو کې یو افغان ماشوم هم ستنیږي.

له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څو میاشتو کې هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۸۰۰ زرو ډېر افغان ماشومان راستانه شوي، چې درې یا څلور سلنه یې له ایرانه راغلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د جبري وېستونکو په بهیر کې د ماشومانو دا شمېر د تېر یوه کال په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

سیف د چلډرن ویلي، په دې شمېر ماشومانو کې یې ځیني بې سرپرسته دي او یوازې له خپلو وړو څیزونو سره افغانستان ته را اړول کېږي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، را اړول شوي ډېر شمېر افغان ماشومان یا په کوربه هېوادونو کې پیدا شوي او یا یې هم ډېره موده هملته تېره کړې، چې اوس دلته د پردیتوب احساس کوي.


یاد سازمان له نړۍوالو ټولنو د بېړنۍ بودیجې د ډېرو غوښتنه کړې؛ ترڅو په سرحدي سیمو کې د راستنوو شویو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان ماشومانو سره د اړتیا وړ مرسته وشي او د اوږدمهالې مرستې زمینه برابره شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب