کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سیف د چلډرن: په زلزله ځپلیو سیمو کې لسګونه زره ماشومان او میرمنې له خوارځواکۍ سره مخ دي

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "سیف د چلډرن" ویلي، د افغانستان په زلزله ځپلیو سیمو کې لسګونه زره زلزله ځپلي ماشومان او میرمنې له خوار ځواکۍ سره مخ دي. سیف د چلډرن پر خپله اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله په زیانمنو شویو سیمو کې ۳۷…

2025-09-10 23:02 191۲ دقیقې لوستل
سیف د چلډرن: په زلزله ځپلیو سیمو کې لسګونه زره ماشومان او میرمنې له خوارځواکۍ سره مخ دي

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "سیف د چلډرن" ویلي، د افغانستان په زلزله ځپلیو سیمو کې لسګونه زره زلزله ځپلي ماشومان او میرمنې له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

سیف د چلډرن پر خپله اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله په زیانمنو شویو سیمو کې ۳۷ زره له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او ۱۰ امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوار ځواکۍ سره مخ شوي دي.

د دې سازمان په بیان کې راغلي، چې د زلزلې له امله په زیانمنو شویو سیمو کې له ۹۱ زرو ډېر خلک د بېړنیو تغذیوي مرستو غوښتونکي دي.

بیان کې وړاندې راغلي، افغانستان کې دا حالت داسې مهال رامنځته شوی، چې دې هېواد کې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله سلګونه روغتیایې مرکزونه هم تړل شوي دي.

سیف ده چلډرن ویلي، د نړۍوالو مرستو کمښت د افغانستان په ختیځ کې د ۸۰ روغتیايې مرکزونو او ګرځنډه ډلو د تړل کېدو لامل شوی، چې له امله یې ۵۶۴ زره کسان له درملنې بې برخې شوي دي.

بیان کې افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د پروګرامونو د یوې مسوولې سمیرا سعید رحمان له قوله راغلي، چې افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي لا تر دې وړاندې هم  یو بېړنی حالت و؛ خو ویجاړونکو زلزلو دا ناورین لا پسې ژور کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق "یونیسیف" په تېره اګسټ میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د ۳,۵ ملیونه خوارځواکو ماشومانو له ډلې ۱،۴ میلیون د مرګ له خطر سره مخ دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب