کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شکېب: پاکستان بايد ژر تر ژره د تورخم دروازه خلاصه کړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانيزي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت په يوه یوې اعلاميې کې ليکلي، چې افغان سفير سردار احمد شکېب پرون (جمعه د سپتمبر ۸مه) دتورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له خاص استازي آصف دراني سره وکت…

2023-09-09 20:02 467۲ دقیقې لوستل
شکېب: پاکستان بايد ژر تر ژره د تورخم دروازه خلاصه کړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانيزي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په يوه یوې اعلاميې کې ليکلي، چې افغان سفير سردار احمد شکېب پرون (جمعه د سپتمبر ۸مه) دتورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له خاص استازي آصف دراني سره وکتل.

اعلاميه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دطورخم دروازې دبندیدو له امله د مسافرو، ناروغانواو سوداګرو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرېوشوې.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي شکېب له قوله راغلي، چې «د دروازې بندیدل د دواړو هیوادونو په زیان دی، او د پاکستان حکومت باید ژر تر ژرهیاده دروازه پرانیزې»

خبرپاڼه کاږي چې د افغانستان لپاره د پاکستانځانګړي استازي، اصف دراني هم د دروازې بندېدل د دواړو لورو په زیان وګڼله.

اصف دراني ويلي، چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د طورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړیده.

‏تورخم دروازه د چهارشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني لوري تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

ځايي سرچینې وايي، چې نښته د افغلن ځواکونو لخوا د یوې پخوانۍ پوستې د بیارغونې پر مهال رامنځته شوې ده.

له تېرو څلور ورځو راهيسې زرګونه مسافر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې او د دروازې د خلاصېدو په انتظار دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب