د ځمکو څخه د غصب د مخنيوی کمېسیون د کابل ښار لسمی ناحيې اړوند شېرپور سیمه کې ۱۵۵ جريبه غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت کړې او همدې سیمه کې اوسېدونکو ته يې د تخلیې امر کړی دی.
د عدليې وزارت وياند ويلي، دغه ځمکه چې د ختيځ له طرفه وزير اکبر خان، د غرب له طرفه شهرنو، د شمال له طرفه وزير اکبر خان تپې او د سويلي طرفه له شيرعلي خان جادې سره نښتې د کابل ښاروالۍ او ياد کمېسیون له لوري له پوره دقت وروسته دولتي ثابته شوې ده.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکه دولتي ثبت شوې او له غصب راګرځول شوې ده.




