دغه وزارت به یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان کال له پېل راهیسې له روسیې سر د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوي چې مهم توکي یې ممیز، معدني ډبرې، وچ انځر او پیاز دي. روسیه له هغو هېوادونو ده چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کېږي چې د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دي.
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوي چې اړتیا ده دا تړونونه عملي شي.




