د طالبانو د حکومت په چوکاټ کې، له شخصيتونو سره د تماس کمېسيون وايي، د تېر حکومت د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو، جنرالانو او پوځي مسوولينو ته یې د خونديتوب کارتونه ورکړي دي.
د اړيکو کمېسيون پر خپله ايکس پاڼه د دغو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي. په دې انځورونو کې د ولسي جرکې د پخواني غړي ملا ترهخېل په ګډون ځينې نور وکیلان ليدل کېږي.
د اړيکو کمېسيون ليکلي، دغو کسانو د کارتونو په تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه.
دغه کمېسيون څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د تېر حکومت چارواکو او نويو راستانه شویو سیاسیونو او مشهورو څهرو ته د خوندیتوب په موخه کارتونه ورکوي.
که څه هم د اړيکو کمېسيون د لارې يو شمېر افغانان هېواد ته راستانه شوي؛ خو ځينو یې د بېلابېلو دلايلو له امله هېواد بېرته پريښی دی.
د خوندیتوب د کارتونو د وېش دا لړۍ وروسته تر هغې پیل شوه، چې په ځينو ولايتونو او سیمو کې د تېر حکومت د یو شمېر چارواکو او کارکوونکو د ځورونې راپورونه خپاره شول.




