عامې روغتيا وزارت د کولرا د مثبتو پېښو او د مړو شويو کسانو د شمېر په اړه د روغتيا نړيوال سازمان وروستی راپور رد کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایي: «په افغانستان کې د کولرا هېڅ کومه مثبته پېښه نه شته.»
نوموړي ویلي، یاد وزارت به د کولرا د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان د تېرې چهارشنبه په ورځ يوه راپور کې په افغانستان کې د تېرکال د مرغومې له مياشتې څخه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي تر ۶مې نېټې پورې د کولرا ناروغۍ د ۴۶ زره ۷۵۸ پېښو د ثبت خبر ورکړي.
دغه سازمان همداراز ويلي وو چې په دې موده کې په افغانستان کې د يادې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي هم دي.
عامې روغتیا وزارت د کولرا ناروغۍ اړوند د روغتيا نړيوال سازمان خپاره کړي راپورنه رد کړي
عامې روغتيا وزارت د کولرا د مثبتو پېښو او د مړو شويو کسانو د شمېر په اړه د روغتيا نړيوال سازمان وروستی راپور رد کړی دی.د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایي: «په افغانستان کې د کولرا هېڅ کومه مثبته پېښه نه شته.» نوموړي ویلي، یاد وزارت به د کولرا د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې له رسنيو سره معلومات شريک کړ…

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.



