د عامې روغتیا وزارت مسؤولان وايي، هېواد کې هر کال په منځنۍ کچه ۲۵زره کسان د بیلابیلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤولانو د شنبې په ورځ د میزان ۲۲مه چې د اکتوبر له ۱۴مې سره برابره ده د سترګو د «لید نړیواله ورځ» ونمانځله.
دغې خبرې غونډې ته د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو رئیس حبیب الله اخوندزاده وویل، په افغانستان کې هر کال په منځنۍ توګه د بیلابیلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵زره کسانو د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
د نوموړي په خبره، د دغه شمېر کسانو له ډلې ۸۰ سلنه یې کولایشي د منظمې درملنې له لارې د خپلې سترګې لید بیرته ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه یې په میدان وردګ، ارزګان، بدخشان، پکتیکا، کونړ، غور او خوست ولایتونو کې د شاوخوا ۳۰زره هغو کسانو درملنه کړې چې د سترګو په ناروغیو اخته وو.
د روغتیاپالانو په باور، د عمر ډيرښت، د سګريټو څښول، د وزن ډیروالی، د وینې لوړی فشار او په بدن کې د ويټامین کموالی هغه لاملونه دي چې د انسان د سترګو په لید مستقیمه اغیزه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس اوسمهال په ټول هېواد کې ۶۰۰زره کسان په بشپړه او نیمه بشپړه توګه نابینا او ۵۰۰زره تنه نور بیا د سترګو له ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.




