کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عباس ستانکزی: افغانستان ته دې په ملګرو ملتونو کې د ګډون حق ورکړل شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزاا اتونبایوا سره د کتنې پر لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان ته دې د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي. بهرنيو چارو وزارت وايي وايي، چې دا لیدنه سه شنبه «د اکتوبر ۳يمه» د ب…

2023-10-03 16:34 71۲ دقیقې لوستل
عباس ستانکزی: افغانستان ته دې په ملګرو ملتونو کې د ګډون حق ورکړل شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزاا اتونبایوا سره د کتنې پر لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان ته دې د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي.

بهرنيو چارو وزارت وايي وايي، چې دا لیدنه سه شنبه «د اکتوبر ۳يمه» د بهرنيو چارو وزارت انګړې کې شوې ده.

د غه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ليدنه کې د سيمه ييزې همغږۍ، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور د احيا پر لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

عباس ستانکزي ويلي، چې په ځينو برخو کې د نظر له توپير سره، سره د دې اړتيا ده چې په اتفاقي موضوعاتو کې ګډ کار وشي.

هغه زياته کړې، چې بشري چارې بايد له سياست څخه جلا وساتل شي او اجازه ور نه کړل شي چې سياسي توپيرونه د بشري مرستو، مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، ماين پاکۍ او نورو برخو کې د تعامل پر وړاندې خنډ واقع شي.

روزا اتونبايوا ملګرو ملتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې دوی هڅه کوي د غذايي امنيت تر څنګ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د معتادينو د درملنې، او مشروع کښتونو د ترويج په برخې کې د نړيوالو مرستې را جلب کړي.  
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب