کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عباس ستانکزی: افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د زغملو وړ نه دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د ګرځندوی د نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وایي؛ په ګاونډیو او د نورو هېوادونو کې پر افغان کډوالو راغلی وضعیت د منلو وړ نه دی. هغه دې غونډه کې د خبر پر مهال زياته کړه، چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو ق…

2023-09-26 23:13 98۱ دقیقې لوستل
عباس ستانکزی: افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د زغملو وړ نه دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د ګرځندوی د نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وایي؛ په ګاونډیو او د نورو هېوادونو کې پر افغان کډوالو راغلی وضعیت د منلو وړ نه دی.

هغه دې غونډه کې د خبر پر مهال زياته کړه، چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.

ستانکزي وويل، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې له افغان کډوالو سره له ناسم چلن ډډه وکړي کنه د یاد وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

پاکستان څو ورځې وړاندې په رسمي ډول له دې هېواده د غير قانوني افغان کډوالو د ويستلو اعلان وکړ.

اسلام اباد کې د افغانستان دسفارت مسوولین وايي، چې تېرو دوه اونيو کې پاکستاني پولیسو له زرو زيات افغان کډوال نيولي دي.

پاکستاني رسنيو تازه راپور ورکړی، چې د دې هېواد کابيني پرېکړه کړې څو دې هېواد کې مېشت ۱.۵ ميليارده افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري له دې هېواده وباسي.

د راپورونو له مخې د تازه پرېکړې پر بنياد به لومړی هغه افغانان له دې هېواده وویستل شي، چې ويزې یې نه دي تمديد کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب