د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان د سرپرست لومړي وزير وروستي څرګندونې د هغه خپلې نه دي.
هغه د اريانا په نوم يوه خصوصي تلوېزيون سره په خپله نوې مرکه کې چې لا بشپړه نه ده خپره شوې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستاني چارواکي وايي، د اوسني حکومت تر حاکميت وروسته پاکستان کې نا امني زياته شوې وايي: «پاکستان خو په دې ورځو کې زه پوهېږمه چې صدراعظم یې هم ډېرې تېزې تېزې خبري کوي. خو زه په دې پوهېږم، چې دا د ده خپلې خبرې نه دي.»
د پاکستان سرپرست لومړي وزير څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه شوي دي. هغه همدا راز په افغانستان کې د امريکا پاتې شوې وسلې د سيمې د امنيت لپاره ګواښ بللی وو. کاکړ تر دې خبرو ورسته له پاکستان د غیر قانوني کډوالو د وېستلو خبرداری ورکړی وو.
د پاکستان د لومړي وزير دې څرګندونو ته اوس عباس ستانکزي توند غبرګون ښودلی دی.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د سه شبنې ورځ پنجشېر ولایت ته هم تللی وو او هلته يې په يوه ولسي غونډه کې خبرې کړې دي.
هغه ويلي، امريکا د دوحې هوکړې خلاف پر افغانستان پوځي څار نه دی کم کړی او اوس هم د افغانستان هوايي حريم نقضوي.
نوموړي زياته کړې، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې نظامي ماتې خوړلې، او اوس سیاسي او استخباراتي جګړه پر مخ وړي.
ستانکزي د نجونو زده کړې یوه مهمه اړتيا بللې او د ژر پيليدو هيله یې څرګنده کړې ده.
هغه دې غونډه کې د خبرو پر مهال ملي یووالی د هېواد لپاره مهمه اړتیا ګنلې او له ټولو سیاسي مخالفینو یې غوښتي چې هېواد ته ستانه شي.




