د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسی مرستيال عباس ستانکزی وايي، د افغان کډوالو د ويستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت سره د جګړې پيلولو په معنا ده.
عباس ستانکزي دا خبرې ازاد خبريال سميع یوسفزي ته کړې ده.
سميع یوسفزي پرې اېکس ټولنيزه پاڼه د عباس ستانکزي له قوله ليکلي، چې د پاکستان حکومت لخوا د افغانانو تحقیر او تعذیب په هېڅ صورت د اسلامی امارت لپاره د منلو وړ نه دی.
هغه ويلي، پاکستان باید افغان کډوالو سره د انسانی کرامت په چوکات کې دننه چلند وکړي.
ستانکزي زياته کړې، د افغانان، په ځانګړې توګه د مېرمنو زندان ته اچول يو جدي او نامناسب حرکت دی. هغه ويلي، چې افغانان د پاکستان په خوښه هلته اوسیږي؛ که افغانان په زور اخراج کېږي؛ اخراج یی باید مرحله وار د ملګرو ملتونو او اسلامی امارت په مشوره او همکاری تر سره شي.
نوموړی وايي، د پاکستان د دغې پریکړې هدف، افغانانو څخه د سیاسي فشار په توګه د استعمال په معنا ده.
د ستانکزي په وينا، ۲۷ ورځو کې د ۱.۷ ميليونه افغانانو جبري اخرارج عاقلانه او د عمل وړ پرېکړه نه ده. هغه له پاکستان غوښتي، چې دملګرو ملتونو په منځګړتوب دې له افغانستان سره خبرو ته کېني او يوه عادلانه لاره دې انتخاب کړي.
هغه زياته کړې: «دا ۴۵ کاله افغانان د پاکستان د امنیت لپاره مشکل نه شول اوس څنګه یو نا څاپه افغانان ترهګر او دپاکستان د امنیت لپاره خطر شول؟ د افغانانو په تحقیر او دا ډول شړلو پاکستان د اسلامی امارت او په مجموع کي د افغانانو سره شخړو یوه نوې دوره پیل کول غواړی.»
عباس ستانکزي ويلي، اسلامی امارت غواړې افغانان وطن ته په عزت او درناوي سره راستانه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير پرون سه شنبه «د سپتمبر ۲يمه» د يوه خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ، چې دې هېواد کې مېشت غير قانوني کډوال باید د رواني میاشتې تر پایه له پاکستانه ووځي.




