عدليې وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د کابل ولايت پغمان ولسوالي اړوند شهيد سردار محمد داوود خان ښارګوټی دولتي ثابت شوی.
ياد وزارت ويلي، د غصب شویو ځمکو قضيو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالي په قرابل کې ياد ښارګوټی چې په ۵۵۶ جريبه ځمکه جوړ شوی دولتي ثابت کړی دی.
سرچينې ويلي، ياده پرېکړه يې اختصاصي محمکې ته هم استولې وه چې د سندونو، شواهدو او هر اړخيزې بررسي وروسته ټول ښارګوټی دولتي ثابت شوی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د ياد ښارګوټي مدعي عليه داسې اسناد نه درلودل چې دغه ښارګوټي دې ښخثي ملکيت وي او په خبره يې اسنادو کې يې جعل او تزوير ترسره شوی وو.
د يادونې ده چې لا هم په هېواد کې د غصب شویو ځمکو او جایدادونو له غصب څخه د خلاصولو لړۍ په ټول هېواد کې جريان لري.




