عدليې وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسیون د فعاليت له پيل راهيسې تراوسه ۲.۵ ميليونه جريبه غصب شوې او د غصب تر ګواښ لاندې ځمکې له غصب خلاصې کړې دي.
د سرچيني په خبره، په ټول هېواد کې يې د غصب شویو ځمکو د خلاصولو په موخه د دغه کمېسیون تخنيکي استازو ته شپږ ورځنی سیمنار هم پیل کړی دی.
د ځمکو د غصب کمېسيون سکرتر احسان الله وثیق ويلي، په هېواد کې خلک د پخواني رييس جمهور داوود خان کارونه ستایي او وايي چې هغه ستر کارونه کړي؛ خو د هغه وخت په پرتله بیا مونږ ستر کارونه کړي دي.
نوموړي ويلي: «د غصب شویو ځمکو تصفيه ساده کار نهدی او دغه چاره به په تاريخ کې وليکل شي.»
ده همداراز ويلي، د تخنيکي هيئتونو زياتې اداري ستونزې يې حل کړي او لا هم هڅه کوي چې پاتې ستونزې یې حل کړي.
ورته مهال بیا د سترې محکمې رييس ياد کمېسيون ته سپارښتنه کړې چې ځمکنی نظم دې په ښه ډول تنظيم او غصب شوې ځمکې دې تصفيه کړي.




