کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عرفات جمال: ایران له افغان کډوالو سره سپک او ناوړه چلند کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، له ایرانه افغان کډوال په "بې ترتیبه، سپکوونکي او پراخه" بڼه را اېستل کېږي، چې ډېری کورنۍ یې ان لومړني امکانات هم نه لري. جمال تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه تر درې میلیونو زیات افغان کډوا…

2025-07-12 05:19 229۲ دقیقې لوستل
عرفات جمال: ایران له افغان کډوالو سره سپک او ناوړه چلند کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، له ایرانه افغان کډوال په "بې ترتیبه، سپکوونکي او پراخه" بڼه را اېستل کېږي، چې ډېری کورنۍ یې ان لومړني امکانات هم نه لري.

جمال تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه تر درې میلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته را ستانه کړل شي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې دمګړی ایران په ورځني ډول تر دېرش زرو زیات افغان کډوال را وباسي.

په ورته مهال بیا د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وضعیت د کابو کولو لپاره یاده اداره او یو شمېر نور بنسټونه بېړني اقدامات ترسره کوي؛ تر څو هره ورځ د زرګونو کډوالو لپاره پاکې اوبه، روغتیایې خدمتونه، ډوډۍ او د ماشومانو لپاره د واکسینو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، که له وړاندې پلان او سرچینې موجودې نه وي نو وضعیت به لا خراب او زرګونه کورنۍ به له لوږې سره مخ شي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت هم څو ځله له ایران او پاکستان غوښتي چې انساني او د کډوالو نړیوالو اصولو ته په پام سره؛ په جبري ډول د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ ودروي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب