کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني او زابل کې د ټرافيکي پیښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني او زابل ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله ۵ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.   د غزني د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مدیر حجت الله هاشمي وايي، د کابل-کندهار پر لویه لار د قره باغ ولسوالي په «کوتي» کلي کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. ورته وخت کې د زابل د…

2024-04-06 22:10 89۱ دقیقې لوستل
غزني او زابل کې د ټرافيکي پیښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني او زابل ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله ۵ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

 

د غزني د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مدیر حجت الله هاشمي وايي، د کابل-کندهار پر لویه لار د قره باغ ولسوالي په «کوتي» کلي کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.


ورته وخت کې د زابل د امنيه قومانداني مطبوعاتي مسوول ذبيح الله جوهر هم وايي، نن سهار د دغه ولايت د کابل – کندهار پر لويه لاره د شهر صفا ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو موټرونو ترمنځ د ټرافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او يو بل ټپي شوى دى.


د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب