کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار په لویه لار، د باران قلعه سیمې ته څېرمه، د درېیو موټرو د ټکر له امله ديوې ښځې په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت امنیه قو مندانۍ وايي، چې پېښه د یو باروړونکي او دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.  د پېښې لامل خرابه هوا…

2026-05-02 10:15 89۱ دقیقې لوستل
غزني کې د ترافیکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار په لویه لار، د باران قلعه سیمې ته څېرمه، د درېیو موټرو د ټکر له امله ديوې ښځې په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قو مندانۍ وايي، چې پېښه د یو باروړونکي او دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده. 

د پېښې لامل خرابه هوا او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دغې لویه لاره کې دوه نورې ترافیکي پيښې هم رامنځته شوي چې ځاني تلفات نه لري.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب