کابل (کوه نور ۲۸ سرطان ۱۴۰۴): د غزني ولایت مسوولانو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په "اب بند" ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي دی.
د یاد ولایت د امنیه قومدانۍ مسوولانو ویلي، یاده پېښه پرون ورځ "جمع، د سرطان ۲۷مه" وروسته له غرمې د تودې چینې په سیمه کې لکسل او باروړونکي موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.
مسوولانو ویلي، په لکسل موټر کې ناست څلور نفر مړه شوي او موټر یې هم اور اخیستی دی.
غزني کې دا ترافیکي پېښه داسې مهال رامنځته شوې ده، چې پرون ورځ هم په یاد ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو تن ټپي شوی و.
د یادونې وړ ده، چې تېرو څلورو کلونو کې هېواد کې په ترافیکي پېښو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی او د سرپرست حکومت مسوولان بیا بیا له موټر چلوونکو د احتیاط کولو غوښتنه کوي.




